د ننګرهار مرستیال والي د نړیوالو مؤسسو له استازو او مسؤلینو سره د بشري مرستو او پراختیایي پروژو په اړه ناسته کړی.
د ننګرهار مرستیال والي د نړیوالو مؤسسو له استازو او مسؤلینو سره د بشري مرستو او پراختیایي پروژو په اړه ناسته کړی.
9 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارن د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د UNAMA، UNICEF، OCHA، FAO او IOM ادارو مسئولينو سره د بشري مرستو او پرمختيايي پروژو پلې کېدو په موخه د همکارۍ او همغږۍ ناسته وکړه.
د يادې ناستې پر مهال د يادو ادارو مسئولينو د ولايت له مرستيال څخه د همکارۍ او د چارو ښه تر سره کېدو په موخه د زمينې برابريدو مننه وکړه او په يو شمېر برخو کې يې ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه شريک کړل.
دوی همدا راز بشري او پرمختيايي مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او په راتلونکې کې يې د لاښې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ننګرهار ولایت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د يادو ادارو مسئولینو د تر سره کړيو خدمتونو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د ولايت په کچه شته ستونزې به يې د قانون له مخې حل او کومې چې د مرکز اړوند دي هلته به يې مسئولينو سره شریکې کړي.
اړوند موضوعات
نوموړي د مرستندويه ادارو له مسئولينو وغوښتل ترڅو په بشري او انکشافي برخه کې خپل فعاليتونه زيات او پراخه کړي.
حماد