حامد کرزی: د ښځو له فعالې ونډې پرته سوکالۍ ته رسېدل ناممکن دی

نوموړی هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول بې عدالتي او تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده او ټینګار یې کړی، چې د نجونو لپاره باید د زده کړو زمینه برابره شي.
تېره ورځ اتم د مارچ د مېرمنو نړیوالې ورځ په داسې مهال افغانستان کې تېره شوه، چې دلته لا هم د مېرمنو پر تحصیل او کار بندیز نۀ دی ختم شوی.
(2023 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتي، چې هر څه ژر دې افغان مېرمنو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي، څو د نوموړي په خبره یو سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان ولرو.
بل لور د جمهوریت حکومت پرمهال د پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر ښځو روان بندیزونه نقد کړي دي.
نوموړی هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول بې عدالتي او تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده او ټینګار یې کړی، چې د نجونو لپاره باید د زده کړو زمینه برابره شي.
اړوند موضوعات: