د اسلام اباد هائي کورټ د خارجه چارو وزارت ته امر کړی چې د عافيه صديقي د خوشي کولو په اړه درخواست کوونکې فوزيه صديقي ته اسانتيا ورکړي

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د اسلام اباد هائي کورټ د خارجه چارو وزارت ته امر کړی چې د عافيه صديقي د خوشي کولو په اړه درخواست کوونکې فوزيه صديقي ته اسانتيا ورکړي.
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس سردار اعجاز اسحاق امريکا ته د ډاکټر عافيه صديقي د خوشي کيدو په اړه د درخواست اورېدنه وکړه چې په مهال د ډاکټر عافيه خور فوزيه صديقي د خپل وکيل سره عدالت ته حاضره شوه.
د اوريدنې په مهال عدالت د ايډيشنل اټارني جنرل څخه پوښتنه وکړه چې ايا کوم پرمختگ شوى دى، په دې اړه ايډيشنل اټارني جنرل منوراقبال وويل چې زمونږ چارواکو د امريکې له سرپرست سفير سره ليدلي دي.
په دې اړه جسټس سردار اعجاز پوښتنه وکړه چې ايا د کافي او کيک ملاقات وشو؟د دې مطلب دا دے چې نه خارجه سيکرټري او نه خارجه وزير د عدالت له حکمه خبر دي، دوي ته معلومه نه ده چې په دې ملاقات کښې څه شوي؟ اوومه اتمه اوريدنه ده، حکومت په دې لړ کې څه کول نه غواړي، موږ هم خپله يوه جريده لرو، موږ يوازې په خپل حد کې پاتې کيږو.
ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته وويل چې دعافيه صديقي دخوشې کولو مسله په سفارتي کچه پورته شوې ده، هغه زمونږ تبعه ده اؤ حکومت به ورسره هر ډول مرسته کوي.
بلخوا د فوزيې صديقي وکيل دريځ خپل کړى چې داسې ښکاري چې حکومت په دې معامله کې بې وسه دى او د عافيه صديقي لپاره يې په امريکا کې بل وکيل استخدام کړى دى.
وروسته عدالت دبهرنيو چارو وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې راتلونکې اوونۍ فوزيه صديقي سره ليدنه وکړي اؤ په قانوني محاذ کې اسانتياوې برابرې کړي اؤ دکيس اوريدنه يې تر 17 مارچ پورې وځنډوله.






