د افغانستان بریښنا شرکت وایي: نن ورځ له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین غځولو پروژه پيل شوه.

0
71

د افغانستان بریښنا شرکت وایي: نن ورځ له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین غځولو پروژه پيل شوه.

8 مارچ چهارشنبه 2023

نن د چهارشنبې په ورځ له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین د غځولو پروژه پيل شوه، چي په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کښي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس کندهار، د ستري محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز رئیس، د کندهار د ګڼو نورو ادارو رئیسانو، سوداګرو، صنعت‌کارانو، د سایقه شرکت استازو او انجنیرانو، د افغانستان برېښنا شرکت مسلکي انجنیرانو او ګڼ شمېر نورو هیوادوالو ګډون کړی وو.

 

دا پروژه چي د ۲،۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په بودیجه او د سایقه داخلي شرکت له لوري په ۱۲۵ کاري ورځو کي تطبقیږي؛ د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان برېښنا شرکت له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي.

اړوند موضوعات

د افغانستان او ترکمنستان بریښنا شرکتونو تر مینځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د بریښنا تړون لاسلیک شو.

 

خبرپاڼه زیاتوي چي دا پروژه د هیواد برېښنا شمال شرق سیسټم د جنوب شرق د برېښنا له سیسټم سره نښلوي او یاده پروژه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چي غزني، زابل او له کندهار ولایتونو څخه تېریږي او په تکملېدو سره به یې دا درې واړه ولایتونه له برېښنا څخه برخمن شي او هم به د دې پروژې په مسیر کي فابریکې، طبي، زراعتي او تعلیمي مرکزونه ددې برېښنا څخه ګټه واخلي.

Leave a reply