د افغانستان او ترکمنستان بریښنا شرکتونو تر مینځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د بریښنا تړون لاسلیک شو.
23 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان تر مینځ د بریښنا تړون نن ورځ رسما لاسلیک شو.
خبر زیاتوي چې د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمن انرګو ( افغانستان او ترکمنستان) ترمنځ د برېښنا تورید تړون د 2023 م کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبدالطیف منصور صاحب په شتون کي تمدید او نن رسماً د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس محمد حنیف حمز ه او د ترکمن انرګو د رئیس لخوا د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شو.
اړوند موضوعات
د افغانستان او تاجکستان د بریښنا شرکتونو تر منځ د برېښنا د تورید تړون لاسلیک او تمدید شو.
یاده دې وي چې موده وړاندې افغانستان د ازبکستان او همدا راز د تاجکستان سره هم د ۲۰۲۳م کال لپاره د بریښنا د تورید تړون لاسلیک کړ.