د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د یو تن ملي سوداګر سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې کړي.

0
63

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د یو تن ملي سوداګر سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې کړي.

7 مارچ سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د هیواد له یو تن ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره وکتل.

 

د دغې کتنې په پیل کې یاد سوداکر حبیب یار د اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ او بازار په اړه خبرې وکړې وې ویل، د سوداګرۍ او پانګوالۍ په بحث کې تر ټولو مهمه موضوع د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت خوندیتوب دی چې د اسلامي نظام له استقرار راوروسته تامین شوی دی.

 

نوموړي زیاته کړه، ډېری افغان سوداګر او پانګوال په بېلابېلو برخو کې په هیواد کې پانګونې ته لېواله دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو له لورې د لازیاتو اسانتیاو برابرېدو او د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

 

نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې د هیواد سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي محترم حبیب یار ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د پانګوالو د اقتصادي فعالیتونو او مالي او ځاني امنیت تامین ته ژمن دی.

Leave a reply