د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

0
64

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

7 مارچ سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ ماسپښين د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

 

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دې سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې په اړه چې په هغه کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټينګار وشو ، معلومات ورکړل.

 

هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د بشري مرستو پر دوام سربېره په نورو برخو کې او له هغې جملې د پراختیایي پروژو د مرستو ټينګار هم وشو او پرېکړه وشوه جې یو فني او تخنیکي ټيم دې د افغانستان د نورو اړتیاوو د ارزونې لپاره واستول شي.

 

همدارنګه په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي علماو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ، طارق علي بخیت او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، خوښ یم چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان سره نږدې مناسبات لري او په نېک نظر ورته ګوري.

 

نوموړي دېته په اشارې چې د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي په افغانستان کې مهم او مثبت رول ولوبوي. وویل د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې چې په هغه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پرېکړه وشوه، هرکلی کوو او د بشري قوا د ظرفیت لوړولو، روغتیا او نورو برخو کې د مرستې لپاره د زیاتې پاملرنې غوښتونکي یوو.

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د حاکمیت راهیسې د مثبتو ترسره شویو کړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، سراسري امنیت تامین شوی، عمومي عفوه اعلان شوې، اداري فساد ختم او د نشه یي توکو کښت، قاچاق او سوداګري چې د ټولې نړۍ لپاره لوی مصیبت وو، منع شویدی.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال همدارنګه وویل، که د O.I.C ناستو ته په بېلابېلو کچو د اسلامي امارت استازي وروبلل شي او له هغوی سره سلاوې وشي او مستقیما یې نظریات واورېدل شي، نو اغېزناکې پایلې به ولري.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزارء اداري مرستیال د فاریاب له یو شمېر علماؤ او قومي مشرانو سره لیدلي.

 

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي هیوادونو شرکتونه دعوت کړل چې د کانونو د رااېستلو، د انرژۍ تولید، مواصلات او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Leave a reply