ننګرهار کې د حيواناتو ليونتوب د مخنيوي په موخه د واکسين کمپاين پيل شوی.

0
65

ننګرهار کې د حيواناتو ليونتوب د مخنيوي په موخه د واکسين کمپاين پيل شوی.

7 مارچ سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د یاد ولایت د کرنې رياست په هڅو د دې ولايت په ۲۲ ولسواليو کې د IFAD ادارې په مالي لګښت او د DCA په تخنيکي همکارۍ کورنيو ژويو ته د ليونتوب او چينجيو مخنيوي په موخه د واکسين او درملو ورکړې کمپاين پیل شو.

 

خبر زیاتوي چې د دې کمپاين په ترڅ کې به پسونو، وزو، خوسکيو او غواګانو ته ۲۷۶ زره او ۷۰۰دوزه واکسين او ۳۷۰ زره دوزه درمل ورکړل شي.

اړوند موضوعات

ننګرهار رسنیو دفتر ویلي چې یاد ولایت کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.

 

دا کمپاين د کرنې رياست د حيواني روغتيا آمر ډاکتر ضمير او هالنډ کمېټې ولايتي مسئولينو له لوري د بهسودو ولسوالۍ د بېنيګاه له سيمې پیل شو، چې نورو ولسواليو ته به هم وغځول شي.

Leave a reply