د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کندهار کې د پولیسو د ښوونیز مرکز فراغت غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
219

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کندهار کې د پولیسو د ښوونیز مرکز فراغت غونډه کې ګډون ترسره کړی.

 

6 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کندهار ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیر مرکز فراغت غونډه کې تیره ورځ ګډون وکړ.

خبر زیاتوي چې په کندهار کې د پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو د فراغت غونډي ته د وینا په مهال ویلي چې نړۍ مو په واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه او زیاته کړې یې ده چې موږ د امکاناتو او اسبابو په لحاظ ډېر عاجز وه او د خلګو له نظره ورک خلګ وه.

 

نوموړي د وینا په مهال یادو فارغ شویو پولیسو ته په خطاب کې وویل چې کومي زده کړي چې مو دلته ترسره کړې دي عملاً یې خدمت ته چمتو یاست او زیاته کړې یې ده چې ستاسي مسؤلیت د جهادي دورې په نسبت اوس ډېر دی ځکه د ملي پولیسو خاصاً له ولس سره کار دی ستاسي کامیابي هغه وخت ده چې ولس په باور او همغږۍ کې وساتئ.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

 

نوموړي همداراز ویلي چې که چیرته د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همغږي وي نو هیڅکله به هم مجرم ځای پیدا نه کړي.

Leave a reply