د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

0
388

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

21 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماسپښین د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر اوکادا تاکاشي سره ولیدل او په لیدنه کې یې د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه.

نوموړي وویل: اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زمونږ ولس زیانمن کړی؛ د «تحریم سیاست» د هېچا په ګټه نه دی. یوازې خبرې او تفاهم کولای شي ستونزې حل کړي، متاسفانه نړۍ زموږ په وړاندي په خپل سياسي موقف سره عام خلک مجازات کوي چې هيڅ انصاف نه دی.

 

‏موږ پوهيږو له اشغاله په میراث پاتې ستونزې کمې نه دي، له مشرتابه تر عادي مجاهده لګیا یو چې حل یې کړو او یو امن افغانستان، با امنه سیمه او نړۍ ولرو.‌

 

ښاغلي تاکاشي اوکادا هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي تعليمي کال کې د نجونو د زده کړې په برخه کې به کوم خنډ رامنځته نه شي، نوموړي همدا راز د اقتصادي ستونزو او موجوده ننګونو د حل هیله او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته ۸۲ زره معتادین راټول او ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوي.

 

سرپرست وزیر وویل: که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي، نو لویه هیله شته چې د بې باورۍ اوسنۍ فضاء به بدله او د تفاهم ژبه به راپیدا شي.

Leave a reply