د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه کې د نیږدې ۲ نیم میلیارده افغانیو په ارزښت بیلابیلې پروژې منظورې شوي.

0
142

د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه کې د نیږدې ۲ نیم میلیارده افغانیو په ارزښت بیلابیلې پروژې منظورې شوي.

6 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه معلوماتي ګرافیک راغلي چې د تدارکاتو کمیسیون د ۲ میلیارده او ۴۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بیلابیلې پروژې منظوري کړي.

 

یاد معاونیت ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند په مشرۍ ترسره شوه، د ۲ میلیارده او ۴۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

 

د معاونیت په خپور کړي معلوماتي ګرافیک کې لیکلي، چې یادو پروژو کې د کابل ښار سړکونو جوړول، تحویل خانې، احاطوي دېوالونه، سمسورتیا او د اوبو بندونو جوړول شامل دي.

اړوند موضوعات

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ځینو زیربنایي پروژو په بشپړولو او نورو اړوندو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

 

سرچینه زیاتوي، چې دا پروژې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، کندهار او لغمان ولایتونو کې پلي کېږي.

Leave a reply