د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ځینو زیربنایي پروژو په بشپړولو او نورو اړوندو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
111

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ځینو زیربنایي پروژو په بشپړولو او نورو اړوندو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

5 مارچ یکشنبه 2023

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ تیره ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

 

له اجنډا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوع‌ګانو چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنا، روغتیا، خوراکي توکو او خدمتونو پروژې پکې شاملې وې، بحث او ارزونه وشوه.

 

د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل ولایت بېلابېلو سیمو کې د سړکونو جوړولو تړونونو د منظورۍ وړاندیزونه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ېې وړاندې کړل؛ ځینې منظور او د ځینو په اړه ېې اړینې لارښوونې وشوې.

 

د کمېسیون په دې ناسته کې د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د جوړولو پروژه، د هرات ولایت نور الجهاد سب سټېشن د پاتې برخو د جوړولو پروژه، د کندهار او هرات په هوایي ډګرونو کې د خدماتو وړاندې کولو پروژې منظور شوې.

اړوند موضوعات

اقتصادي کمیسیون کانونو وزارت ته دنده سپارلې تر څو تخار کې دې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

 

 

او همدا راز خبر زیاتوي چې د عدلیې وزارت اړوند د سمسورتیا پروژه، د مالیې وزارت د ۲ قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۲ قلمه البسې د برابرولو او تدارک پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په ننګرهار ولایت کې د ساختماني موادو د برابرولو او تدارک پروژه، د کمېسیون په دې غونډه کې له بحث وروسته منظور شوې.

Leave a reply