سرحدونو او قومونو وزارت د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره کړی.

0
153

سرحدونو او قومونو وزارت د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره کړی.

5 مارچ یکشنبه 2023

د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري د قومونو د یووالي، ورورولۍ او  ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ولایت مقام او یو شمېر ادارو رئیسانو، سلګونه قومي مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو.

 

په پیل کې د یاد امریت آمر محمد حسین فرقاني وویل: له دغه ډول غونډو جوړیدو مو هدف د هیواد د قومونو او حکومت تر منځ د یووالي او همغږۍ راوستل دي، هغه زیاته کړه چې د سرحدونو قومونو او قبالیو چارو وزارت د ولس او حکومت تر منځ د ارتباطي پل حیثیت لري او ستاسي ټولې غوښتنې او وړاندیزونه تر اړوندو مراجعو رسوي.

 

ورپسې د ولایت او د نورو ادارو مسؤلینو، علماوو او قومي مخورو د دغه ولایت ټول میشت قومونه یووالي، ورورولي او یو بل منلو ته راوبلل.

 

دوی د هیواد ازادي او امنیت لوی نعمتونه یاد کړل او دا یې لوی د شکر ځای وباله چې ټول قومونه په یوه غږ د یوه نظام تر چتر لاندې را ټول دي.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قبایلو وزارت: د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هواره شوه.

 

همدا راز قومي مخورو د داسې غونډو جوړول د دولت او خلکو تر منځ په واټن کمولو کې مؤثرې وبللې او پر خپل منځي اتحاد او یوالي یې ټینګار وکړ.

Leave a reply