سرحدونو او قبایلو وزارت: د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هواره شوه.
سرحدونو او قبایلو وزارت: د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هواره شوه.
5 مارچ یکشنبه 2023
د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لورې د یاد ولایت په دوشې ولسوالۍ کې یوه شخړه په سوله بدله شوه.
په دغه ناسته کې د بغلان ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي عبدالقهار قانت، دیني عالمانو او د دواړو لوریو څخه راغلیو قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په پیل کې ښاغلي قانت د سولې او روغې جوړې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د سولې په واسطه د مالي او ځاني زیانونو مخه نیول کیږي. هغه له دواړو لوریو څخه وغوښتل چې یو بل ته بښنه وکړي او کوم د زړه بدوالی چې یې تر منځ راغلی له زړه نه وباسي ځکه چې په یووالي او ورورولۍ کې هیڅ ډول کرکه او دښمني نه ځایېږي او د یووالي په برکت ټولې کورنۍ د نیکمرغي لور ته ځي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوه کورنیو ترمنځ ۹۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ناستې په اخیر کې دواړه ښکیل اړخونه سولې کولو ته راضي شول، یو بل ته یې بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول. دغو دواړو لوریو د ښاغلي قانت او نورو قومي مشرانو له هلو ځلو څخه مننه او قدردانی وکړه.