د کندهار د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۳۸۰ تنه فارغ شول

0
104

د کندهار د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۳۸۰ تنه فارغ شول

د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دغه ولایت د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکزه د ۳۸۰ پولیسو له فراغته خبر ورکوي.

د پولیسو په دغې فراغت‌غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په ګډون، د کندهار والي، مرستیال والي او ګڼو نورو چارواکو حضور درلود.

 

(2023 / 3 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دغه ولایت د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکزه د ۳۸۰ پولیسو له فراغته خبر ورکوي.

د پولیسو په دغې فراغت‌غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په ګډون، د کندهار والي، مرستیال والي او ګڼو نورو چارواکو حضور درلود.

ښاغلي حقاني په خپله وینا کې ویلي:«کندهار د یاغي امپراطوریو په مقابل کې اتلان پیدا کړل، چې احمدشاه‌بابا، میرویس خان نیکه، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد، امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور او عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب دي او دا د الله (ج) یوه لویه پېرزوینه ده، چې د اسلامي قیادت پيل او د مسلمانانو د اتفاق او وحدت کور یې کندهار ګرځولی.»

اړوند موضوعات:

په کندهار کې د اسلامي امارت ښوونیز مرکز پولیسو په بیلابیلو ساحو کې تصفیه او تلاشي ترسره کړی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ټولو فارغ شویو ملي پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې په ټولو کړو او وړو کې له نرمۍ، ښه اخلاق او تعامل څخه کار واخلي.

Leave a reply