په کندهار کې د اسلامي امارت ښوونیز مرکز پولیسو په بیلابیلو ساحو کې تصفیه او تلاشي ترسره کړی.

په کندهار کې د اسلامي امارت ښوونیز مرکز پولیسو په بیلابیلو ساحو کې تصفیه او تلاشي ترسره کړی.
3 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کندهار ولایت د مقام رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز، تر زده کړو لاندې مجاهدینو د ښار په مختلفو ساحو کې تلاشي ترسره کړه.
یاد مجاهدین چې په کندهار ښوونیز او روزنیز مرکز کې یې شپږ اوونۍ مسلکي او شرعي زده کړې بشپړې کړې دي، تیره ورځ د عملي او مسلکي تلاشۍ لپاره د ښار په مختلفو ساحو کې، د وسایطو، اسنادو او اشخاصو څخه پر ښه معیار او شکل سره تلاشي کوله او د دوی له ښه سلوکو او کردار څخه عامه ولس خوښي ښودله.
د کندهار ښار یوه اوسیدونکي عبدالکریم د تلاشۍ پر مهال د مجاهدینو له ښه چلند نه مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه، له کله راهیسي چې اسلامي امارت قایم شوی دی، لله الحمد یوه لویه باوري فضاء رامنځته شوې ده، ځکه مجاهدینو په نیکو اخلاقو د عامه ولس زړونه خپل کړي دي او د عامه ولس انساني ارزښتونه او کرامت په نظر کې نیسي.
اړوند موضوعات
کندهار کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.
بلخوا بیا دغه مجاهدین وایي، چې موږ په هر حال د ولس خدمت ته حاضر یو، نه پرېږدو چې څوک امنیت اخلال کړي او په ټول قوت سره به د خلکو ښه امنیت په مورد شپه او ورځ ولاړ یو، تر څو مو ولس په امن او ډاډمنه فضاء کې ژوند وکړي.





