د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریات ولایت له علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریات ولایت له علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.
4 مارچ شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل.
ددغې کتنې په پیل کی مولوي عبدالمطلب او مولوي مخدوم محمدافضل د نورو علماؤ په استازولۍ په خپلو خبرو کې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو ترڅنګ د دې ولایت د خلکو د اساسي اړتیاوو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته هراړخیز معلومات ورکړل.
یادو مشرانو د امنیت پر تامین او غرنیو سیمو کې د وروستیو واورو د اورښت له امله د مواصلاتي لارو پر نه بندښت خوښي څرګنده او د دغو مواصلاتي لارو ترمیم او برېښنا رسونه یې د یاد ولایت د خلکو اساسي ستونزې په ګوته کړې.
دوی دغه راز د ا.ا له مسوولینو وغوښتل چې یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له علماؤ او مشرانو سره پر کتنې خوښې څرګنده او د اشغال په خاتمه او د اسلامي نظام په برقرارۍ کې یې د علماؤ او مشرانو رول ته په اشاره یې په دغه ستر تحول کې د د دوی رول وستایه.