د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.

0
93

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د جاپان له سفیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړي.

24 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانانو د ملاتړ له امله د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان حکومت او ملت د تاریخ په اوږدو کې د جاپان ملت سره ښې اړیکې لرلې دي.

 

نوموړي په ننګرهار کې د کرنې او روغتیا په برخو کې د ډاکتر ناکامورا له کړنو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د هغه د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ظرفیت لوړولو او ټکنالوژۍ په برخو کې د جاپان د پانګونې مننه وکړه او وې ویل، دا چې په افغانستان کې د پانګونې او پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره وضعیت برابر دی، هیله ده د جاپان پراختیایي اداره (جایکا) د نوي کابل ښار د ماسټرپلان برنامه چې پخوا یې تر لاس لاندې وه، عملي کړي.

 

هغه زیاته کړه،د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی. اداري فساد صفر ته تقرب کړی او د کانونو او د هغو د رااېستلو په برخه کې د پانګونې شرایط، په بشپړ ډول چمتو دي او جاپان کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

 

د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا وویل په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د امنیت، اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

 

د جاپان سفیر وویل،په افغانستان کې د ځوان بشري ځواک ظرفیت زیات دی او موږ چمتو یوو چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو.

 

هغه وویل: دا چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، تولید او استعمال کم شوی دی، جاپان په دې برخه کې خپلې مرستې له دوه میلیونه ډالرو څخه درې میلیونه ته زیاتې کړې دي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدیل کښت او د معتادینو د درملنې په خاطر درې میلیون ډالرو ته د جاپان د مرستو د زیاتوالي د هرکلي پرمهال وویل د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې د جاپان د چمتووالي قدرداني کوو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسیا پسیفیک، نړیوال سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو له مسؤلینو او مل پلاوي سره لیدلي.

 

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، بین المللي ټولنه دې دجاپان په ګډون په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې مرستې زیاتې کړي، ترڅو افغان ځوانانو ته د اشتغال زمینه برابره او د هغوی د کډوالیومخنیوی وشي.

Leave a reply