په اسلام آباد کې د افغانستان د لوی سفارت سفیر د پاکستان لپاره د عربي اماراتو له سفیر سره کتلي.

0
114

په اسلام آباد کې د افغانستان د لوی سفارت سفیر د پاکستان لپاره د عربي اماراتو له سفیر سره کتلي.

3 مارچ جمعه 2023

 

په اسلام‌آباد کې د افغانستان لوي سفارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب، د متحده عربي اماراتو له سفیر حماد عبید ابراهیم الزابی سره تیره ورځ کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده کتنه کې دکابل او ابوظبۍ ترمنځ د مخ پر ودې تعاملاتو او په تمدید شوي افغاني پاسپورټونو کې دمتحده عربي اماراتو د ويزې د ستونزې په اړه خبرې وکړې.

 

همدا راز افغان سفیر له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د مثبتو تعاملاتو په برخه کې یې د اسلامي امارت لېوالتیا هم په ګوته کړه.

اړوند موضوعات

اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي.

 

د متحده عربي اماراتو سفير د افغان سفیر د خبرو هرکلی وکړ او جوته یې کړه چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات په معنی ده اوهېواد یې د افغانستان دثبات لپاره ځان متعهد ګڼي.

Leave a reply