سټنډرډ ملي ادارې فراه بندر کې ۱۲ ټانکر بې کیفیته ډیزل تیل ایران هیواد ته ستانه کړي.
سټنډرډ ملي ادارې فراه بندر کې ۱۲ ټانکر بې کیفیته ډیزل تیل ایران هیواد ته ستانه کړي.
2 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې پخپله یوه تازه خپره شوې ویډیو او خبرپاڼه کې ویلي، چې د فراه ۷۸ میل بندر کې یې ۱۲ ټانکره بې کیفیته ډیزل تېل ایران هېواد ته مسترد کړي دي.
یادې ادارې ویلي، چې دا تېل د سټنډرډ ادارې له معیارونو سره برابر نه وو، نو ځکه یې بیرته ګرځولي تر څو دلته هیوادوال له زیان وژغورل شي.
وړمه ورځ هم یادې ادارې ۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران هېواد ته بېرته ور ګرځولي وو.
اړوند موضوعات
سټنډرډ ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته باکیفيته تېل وارد کړي.