سټنډرډ ملي اداره: د اسلام قلعه بندر کې ۲۲ ټانکره پیترول او ډیزل د بې کیفیتۍ له امله ایران ته مسترد شوي دي.
سټنډرډ ملي اداره: د اسلام قلعه بندر کې ۲۲ ټانکره پیترول او ډیزل د بې کیفیتۍ له امله ایران ته مسترد شوي دي.
17 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي اداري له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې له لورې په اسلام قلعه بندر کې بې کیفیته ډیزل او پطرول بېرته ایران ته مسترد کړي.
خبر زیاتوي چې له ایران سره په ګډه پوله په هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې ۲۲ ټانکره تیل( پطرول او ډیزل) د لابراتوار له ټیسټ وروسته ایران ته مسترد شوي.
سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې یادو تیلو پایله منفي وه او نه غواړو داسې بې کیفیته تیل هېواد وارد کړو. د سټنډرډ ملي ادارې له ملي سوداګرو هم غوښتي چې هېواد ته باکیفیته مالونه وارد کړي او له داسې بې کیفیته وارداتو ډډه وکړي.
اړوند موضوعات
د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ کې د سیخ ګول د خرڅلاو مرکزونو د څارنې د پیل خبر ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه هفتې وړاندې هم د سټنډرډ ملي ادارې ۲۵ ټانکره ډیزل ایران ته مسترد کړل.