د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ کې د سیخ ګول د خرڅلاو مرکزونو د څارنې د پیل خبر ورکړی.

0
93

د سټنډرډ ملي ادارې په بلخ کې د سیخ ګول د خرڅلاو مرکزونو د څارنې د پیل خبر ورکړی.

 

21 جنوري 2023

 

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په بازارونو کې د سیخانو د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې او څارنې لړۍ د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

 

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لړۍ يې د افغانستان د اوسپنې او فولادو د تولید د فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ پیل کړې او د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنیکي ټیم له لوري د مزارشریف ښار په ځینو برخو کې روان دی.

 

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې دغه لړۍ په هېواد کې د ودانیزو چارو د معیاري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پیل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کیږي.

اړوند موضوعات

د سټنډرډ ملي ادارې له لورې هلمند کې زیات شمیر د بې کیفیته تیلو پمپ سټیشنونه او پلورنې مرکزونه مهرلاک شول.

 

د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په دغه خبرپاڼه کې په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کړې، چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

Leave a reply