د سټنډرډ ملي ادارې له لورې هلمند کې زیات شمیر د بې کیفیته تیلو پمپ سټیشنونه او پلورنې مرکزونه مهرلاک شول.

د سټنډرډ ملي ادارې له لورې هلمند کې زیات شمیر د بې کیفیته تیلو پمپ سټیشنونه او پلورنې مرکزونه مهرلاک شول.
20 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې له لورې په هلمند ولایت کې د پمپ سټېشنونو، ذخیرو او پلورنې مرکزونو د بې کیفیته تیلو څخه د نظارت بهیر پای ته ورسیدو.
په هلمند ولایت کې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو بهیر د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په جدي ډول پیل شوی وو، چې په ټوله کې کې د تیلو (180) ذخیرو او (60) پمپ استیشنونو څخه زیات وڅارل شول چې له دغې مجموعې څخه( 50) پمپ استیشنونه او (18) ذخیرې مهرولاک شوې.
اړوند موضوعات
دغه اداره وایي: د نفتي توکو ټيټ کيفيت زموږ د ګرانو هېوادوالو پر روغتيا او سلامتيا ناوړه او ويجاړونکي اغېز لري، له همدې امله د سټنډرډ ملي اداره هوډ لري چې د هېواد په بازارونو کې د نفتي مافيا شتون پای ته ورسوي او د نفتي توکو د سوداګرو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کړي.






