د خېبرپښتونخوا نگران وزيراعلي محمد اعظم خان د سوګند پورته کولو وروستو خپله دنده په رسمي ډول پیل کړه

0
213

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا نگران وزيراعلي محمد اعظم خان د سوګند پورته کولو وروستو خپله دنده په رسمي ډول پیل کړه.

د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي اعظم خان نه حلف پورته کړو. د لوړې مراسم په ولایت مقام کې ترسره شول، چې سیاسي مشرانو هم پکې ګډون کړی و.

اعظم خان د سوګند پورته کولو له مراسمو وروسته د وزيراعلي په سيکرټريټ کې ورته د ګارډ آف آنر ورکړل شو.په دې موقع ده ووئيل پاکې او رڼې ټاكنې په صوبه كښې لومړيتوب لري، د ټاكنو ترسره كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده، صوبائي حكومت به د ټاكنو كمېسون سره مرسته كوي۔

اعظم خان وويل په صوبه کې دامن او نظم ستونزه موجوده ده.ده ووئيل چې هغه به د اېن اېف سي، اېن اېچ پي او ضم شوې ضلعو فنډونو مسله وفاقي حكومت سره پورته كوي او د ښه حكومت كولو هڅې به كوي۔

Leave a reply