د ترکیې استنبول ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته سپارل شوی او هغوی نوي دیپلوماتان لیږلي.
د ترکیې استنبول ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته سپارل شوی او هغوی نوي دیپلوماتان لیږلي.
28 فبروي 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې استنبول ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته سپارل شوی او دوی خپل نوي دیپلوماتان ورته استولي.
بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کوي چې پرون (دوشنبه) د ترکيې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شوي ديپلومات خپل کار رسما پيل کړي.
د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د ديپلوماتيکو فعاليتونو تر څنک، په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسؤوليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.
اړوند موضوعات
د پاکستان کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ خبر ورکړی چې ۳۰ تنه افغانان یې له بنده راخوشې کړي دي
د دې تر څنګ چې د ترکيې جمهوريت سره د افغانستان اسلامي امارت ديپلوماتيکي اړيکي ځانګړی اهميت لري، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول لازم خدمات وړاندې کړي.