د پاکستان کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ خبر ورکړی چې ۳۰ تنه افغانان یې له بنده راخوشې کړي دي 

د پاکستان کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ خبر ورکړی چې ۳۰ تنه افغانان یې له بنده راخوشې کړي دي 

د افغانستان لپاره په کراچۍ کې د ا.ا. د قونسلګرۍ سرپرست د تلې په ١٧مه، نن سهار وويل چې دغه افغان کډوال په دې وروستيو ورځو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د کراچۍ ښار په ځينو برخو کې نيول شوي او بنديان شوي دي. دوی ویلي چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې زیات شمېر افغانان بندیان دي او د دغو کډوالو د خلاصون هڅې روانې دي.

 

(2022  / 11 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د ا.ا. د حکومتي چارواکو له خوا اداره کېږي، خبر ورکړی چې ۳۰ تنه افغان بندیان یې خوشي کړي دي.

د افغانستان لپاره په کراچۍ کې د ا.ا. د قونسلګرۍ سرپرست د تلې په ١٧مه، نن سهار وويل چې دغه افغان کډوال په دې وروستيو ورځو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د کراچۍ ښار په ځينو برخو کې نيول شوي او بنديان شوي دي. دوی ویلي چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې زیات شمېر افغانان بندیان دي او د دغو کډوالو د خلاصون هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنیو د راپورونو له مخې ویلي، چې پاکستان د هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي. حامد کرزي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر ناوړه چلند خواشیني څرګنده کړې او له دغه هېواده یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او بشري حقونو له مخې د ښه ګاونډي په توګه چلند وکړي. نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو هم وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ژوند ښه شرایط برابر کړي او د هغوی له حقونو څخه دفاع وکړي. وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واکمني وکړه، پاکستان یوازې هغو افغانانو ته اجازه ورکړه چې قانوني اسناد ولري.

اړوند موضوعات:

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې د ۱۵۰ افغان اتباعو د خوشې کولو اعلان کړی دی

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه قانوني افغان کډوال مېشت دي، خو اټکل کېږي چې سلګونه افغان کډوال هم له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې مېشت دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载