په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې د ۱۵۰ افغان اتباعو د خوشې کولو اعلان کړی دی

0
111

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې د ۱۵۰ افغان اتباعو د خوشې کولو اعلان کړی دی

افغانستان کې د ط’البانو د واکمنۍ سره سم پۀ سلګونو زره افغانان پۀ قانوني او غیر قانوني ډول افغانستان پرېښود او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو هم پر تاجکستان، ایران او پاکستان غږ کړی چې لۀ افغان کډوالو سره لۀ بد چلند څخه لاس واخلي.

(2022 / 9 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ (د میزان ۷مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ۱۵۰ افغان اتباع چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور په پاکستان کې بندیان وو، خوشې شوي دي.

دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، څه موده وړاندې د کراچۍ د پولیسو له خوا نیول شوي وو. سفارت دا هم ویلي، چې د پاکستان په زندانونو کې بند پاتې افغانان به د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته خوشې شي.

Leave a reply