د اوسپنې پټلۍ ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د قوش تیپې کانال د پل جوړیدو په اړه بحث ترسره کړی.

0
186

د اوسپنې پټلۍ ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د قوش تیپې کانال د پل جوړیدو په اړه بحث ترسره کړی.

28 فبروري 2023

 

نن یکشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د دغه ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال په هغه جوړېدونکي پل بحث وشو چې د اوسپنې پټلۍ لاندې تیریږي.

 

دغه ناسته کې د ملي پراختیا شرکت معاون انجنیر ریاض الدین شریفي په پلان کې نیول شوي پل په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.

اړوند موضوعات

اوسپنې پټلۍ اداره: له خواف- هرات اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني هیئت لیدنه ترسره کړی.

 

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا شرافت دوی ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان کوښښ کوي، په خپله برخه کې یاد شرکت سره لازمه همکاري وکړي څو د قوش تیپې کانال لومړۍ فاز چې لویه ملي او انکشافي پروژه ده، ژر تر ژره تکمیل شي.

Leave a reply