اوسپنې پټلۍ اداره: له خواف- هرات اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني هیئت لیدنه ترسره کړی.

0
121

اوسپنې پټلۍ اداره: له خواف- هرات اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني هیئت لیدنه ترسره کړی.

19 فبروري 2023

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ادارې او د ایران اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم ګډ هیئت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ۳مې ټوټې د غوریانو او روزنک ستیشنونو په ګډون له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه.

افغان لوري د غوريانو ستیشن او په کې موجود تجهيزات د تخنیکي ټيمونو په حضور کې په رسمي توګه ايراني لوري ته وسپارلی، څو ایرانی لوری په کې خپل تخنیکي دفترونه فعال او د یادې پټلۍ پاتې برخه چارې چې د دوی تعهد دی، پوره کړي.

 

په دې لیدنه کې ايراني لوري په کتبي توګه تعهد وکړ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکاري به تر حمل میاشتې مخکې د خواف-هرات اوسپنه پټلۍ د لوکوموتیونو راتګ ته چمتو کوي او لومړنی کتار به راځي.

 

د ایران اوسپنې پټلۍ کنسرسیوم مشر ښاغلي مصطفی رضایي وویل: هڅه کوو د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې هرات ته انتقالات پیل کړو.

 

همدې ته په کتو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره همدا مهال پر دې بوخته ده چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو له پیلېدو مخکې روزنک ستیشن کې ټول اړین سهولتونه برابر کړي.

اړوند موضوعات

رئیس خط آهن هرات با معین وزارت خط آهن ترکمنستان و هیات شان دیدار و گفتگو نموده است.

 

یاده دې وي چې همدا اوس روزنک کې ډیری بندري ادارو ته لکه نفت او ګاز شرکت، ستندرد ملي اداره، زراعت وزارت، تخلیه او بارګیري، افغان پست او ترانسپورت وزارت څانګو ته کاري ځایونه مشخص شوي دي او هڅه کیږي څو ورځو کې ټولې بندري ادارې فعالې شي.

Leave a reply