د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان د طبي شوری له رئیس سره د هیواد د روغتیایي سکتور په اړه خبرې کړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان د طبي شوری له رئیس سره د هیواد د روغتیایي سکتور په اړه خبرې کړي.
28 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د افغانستان طبي شوری له رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان سره په ځينې موضوعاتو مجلس تر سره کړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د طبي شوری په ارزښت او د افغان ډاکټرانو د ظرفيت لوړولو لپاره د طبي شوری شتون اړين وباله.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.
همدا راز سرپرست وزیر طبي شوری رئیس ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، همدا ډول د سيستم د لا پياوړتيا لپاره يې له ښاغلي عثمان سره خپلې مشورې او تجربې شریکې کړې، تر څو سيستم لا معياري او د ټولنې خدمت ته لا معیاري ډاکټران وړاندې شي.






