د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

0
196

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

24 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق استازو له ډاکټر قلندر عباد سره په لیدنه کې د افغانستان له روغتیايي برخو سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

 

یاده لیدنه تیره ورځ د یاد وزارت په مقام کې ترسره شوه چې پکې د چارو د همغږۍ او په روغتیايي برخه کې پر لا همکارۍ بحث او خبرې وشوې.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د یونسیف او روغتیایي خدماتو تطبیق کوونکو ادارو له استازو سره کتلي.

 

‏د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ملي تلویزون سره په خپلو تازه خبرو کې ویلي چې د یاد مجلس هدف یو دا هم و چې د هیواد روغتیایي سیستم ته خدمت وشي او هغه لرې پرتو سیمو ته چې روغتیایي خدماتو ته سخته اړتیا لري هم د خدماتو وړاندې کولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستلی شي.

حماد

Leave a reply