نن تورخم پوله د تګ راتګ لپاره پرانستل شوه
نصیب شاه شینواري
نن د جمعې په ورځ د پاکستان او تورخم ترمینځ پوله تورخم د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه، د تورخم سرچینو له لورې له پاکستان څخه یوازې افغانیان کولای شي افغانستان ته ولاړ شي او یوازې پاکستاني کولای شي له افغانستان څخه پاکستان ته راشي.
د بارډ سرچینو مطابق پوله د سوداګرې توکي وړونکې ګاړیو پر مخ نه دې پرانستل شوې او نن په پینځمه ورځ هم پوله د تجارتي مالونو وړونکي ګاړیو پر مخ تړلې وه.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله تورخم نن په پنځمه ورځ د مسافرو په مخ پرانستل شوه،افغان مسافر افغانستان ته او پاکستاني پاکستان ته د تللو اجازت دې، دا پریکړه نن په تورخم پوله د دواړو هیوادونو د پلاوي د خبرو اترو پس وشوه. سرچینې
۱/۲ @AmbassadorSadiq @PakinAfg pic.twitter.com/gq5BP0e3rX— Nasib Shah Shinwari (@Shinwari2014) February 24, 2023
دا خبره مهمه ده چې د تورخم پوله ۵ ورځې وړاندې د افغان چارواکو له لوري هغه وخت وتړل شوه چې یو افغاني مریض سره د هغه همکار ته د تللو اجازت ور نه کړې شو، د پاکستان چارواکو مطابق د افغان مریض همکار سفري اسناد نه درلودل او پاکستان ته د تګ اچازت ور نه کړل شو چې په غبرګون کښې ی افغان چارواکي غوصه شول او تورخم پوله ی د هرقسم تګ راتګ لپاره وتړله.