د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د کام ایر هوايي شرکت له مسؤلینو سره د حاجیانو د لیږد په تړاو غږیدلی.

0
176

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د کام ایر هوايي شرکت له مسؤلینو سره د حاجیانو د لیږد په تړاو غږیدلی.

24 فبروري 2023

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نور محمد ثاقب د کام ایر هوايي شرکت له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې کام ایر هوایي شرکت د خصوصي سکتور په برخه کې ښه فعالیت لری او د حاجیانو د لیږد په پروسه کې یو تجربه لرونکی شرکت دی.

 

همدا راز ښاعلي ثاقب د ياد شرکت د خدمتونو د عرضه کولو په برخه کې د تېر کال د تجربو یادونه وکړه او له هغو څخه یې د ګټې اخیستنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

د کام ایر هوایي شرکت د مسؤلینو لخوا د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

اړوند موضوعات

د راتلونکي کال د حج په تړاو د حج او اوقافو وزیر د آریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره خبرې اترې کړي.

 

زیاته یې کړه چې د حج پروسې د کامیابۍ او په ښه توګه د ترسره کولو پخاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو یو او د دغه پروسې د چټکتیا لپاره یې د کام ایر هوایي شرکت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د یوې ګډې کمېټې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

Leave a reply