د راتلونکي کال د حج په تړاو د حج او اوقافو وزیر د آریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره خبرې اترې کړي.

0
200

د راتلونکي کال د حج په تړاو د حج او اوقافو وزیر د آریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره خبرې اترې کړي.

24 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نور محمد ثاقب د آریانا افغان هوايي شرکت له رئیس مولوي رحمت الله آغا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

 

یاده کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې د افغان حاجیانو د لیږد را لیږد د قراردادونو په تړاو او همدا راز په ځینو نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

‏او زیاته یې کړه، چې آریانا افغان هوایي شرکت یو ملي او دولتي (امارتی ) شرکت دی ، چې د دې وزارت سره تل همکار پاتې شوې دی.

 

همدا راز ښاغلي ثاقب د ياد شرکت د خدمتونو وړاندې کولو او دغه امارتی شرکت ته د پاملرنۍ او ودي ورکولو په اړوند تفصیلی خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره کتلي او د سږني کال د حاجیانو پر لیږد غږیدلي.

 

د آریانا افغان هوایي شرکت د رئیس لخوا د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني او ملي مکلفيت ګڼو او ژمنه يې وکړه چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو يو.

Leave a reply