د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره کتلي او د سږني کال د حاجیانو پر لیږد غږیدلي.

0
130

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اریانا افغان هوايي شرکت له مسؤلینو سره کتلي او د سږني کال د حاجیانو پر لیږد غږیدلي.

24 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون د اریانا افغان هوايي شرکت
له رئیس حاجي مولوي رحمت الله آغا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په لومړي سر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

همدا راز د ياد شرکت د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې يي د تېر کال د تجربو څخه د ګټې اخیستني په اړه هم خبرې وشوې.

اړوند موضوعات

د افغان دولت او سعودي د حج او اوقافو وزارتونو تر مینځ ۱۴۴۴هـ کال د حج د مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک شوه.

 

د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس لخوا د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت ګڼو او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو يو.

Leave a reply