د افغان دولت او سعودي د حج او اوقافو وزارتونو تر مینځ ۱۴۴۴هـ کال د حج د مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک شوه.

د افغان دولت او سعودي د حج او اوقافو وزارتونو تر مینځ ۱۴۴۴هـ کال د حج د مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک شوه.
14 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د پلاوي ترمنځ د (۱۴۴۴ هـ ق) کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ارشاد، حج اواوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالولي حقاني د سعودي عربستان دحج او عمرې وزارت په رسمي بلنه څو ورځې وړاندې د(۲۰۲۳) میلادي کال د فرضي حج خدمتونو په کنفرانس اونندارتون کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی و.
ښاغلی مولوی عبد الولی حقاني په جده کې د حج او عمرې وزارت له مرستیال ښاغلی دکتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې وکتل او د حج په اړوندو مسائلو يې خبرې وکړې.
اړوند موضوعات
خبر زیاتوي د دې تر څنګ د دواړو وزارتونو ترمنځ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج لومړنيو ترتیباتو هوکړه ليک هم لاسليک کړو.
حماد






