د افغانستان حج او اوقافو وزارت استازي د سعودی عربستان د جنوبی آسیا موسسې له رئیس سره د حاجیانو پر مسائلو خبرې کړي
د افغانستان حج او اوقافو وزارت استازي د سعودی عربستان د جنوبی آسیا موسسې له رئیس سره د حاجیانو پر مسائلو خبرې کړي.
11 جنوري 2023
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوي عبدالولي حقاني، چې ددې وزارت با صلاحيته استازی دی، په سعودي عربستان کې د حج پروسې اړوند موضوعاتو ته په پام سره، نن په جده کې د حج او عمرې د خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې د جنوبي آسیا موسسې له رئیس اسامه عبدالله دانش سره وکتل.
په دې کتنه کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او همدا راز د ياد شرکت د مکتبونو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تېر کال پر ستونزو هم خبرې وشوې.
د جنوب آسيا موسسې رئيس ژمنه وکړه، چې د تېر کال نيمګړتياوې به جبرانوي او د افغانستان حاجیانو ته د امکان تر حده غوره خدمات وړاندې کوي.
اړوند موضوعات
وزارت ارشاد، حج و اوقاف امارت اسلامی خطبه واحد برای امامان و خطبای کشور نشر کرده است.
د یادونې وړ ده، چې د جنوب اسیا موسسه د حج په موسم په مکه مکرمه کې حاجیانو ته اړینو خدماتو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لری.