د کابل والي د صرافانو اتحادیې له مسولینو او غړو سره په سرای شهزاده کې ناسته ترسره کړه.

د کابل والي د صرافانو اتحادیې له مسولینو او غړو سره په سرای شهزاده کې ناسته ترسره کړه.
23 فبروري 2023
د کابل ولایت له مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد چې یو شمېر نورو مسولینو یې ملتیا کوله د صرافانو د اتحادیې مشرانو او غړو سره یې په کتنه کې د ټولو صرافانو ستونزی او وړاندیزونه واوریدل او د ستونزو حل په برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.
د کابل والي شیخ خالد وویل تاسي ملي سوداګر یاست هیواد او ولس ستاسو د خدمت هیله لري زما غوښتنه داده چې د خپل هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې برخه واخلئ او د خپلې ملي کرنسۍ په ثبات کې کړندې ګامونه پورته کړئ.
ښاغلي خالد صرافانو ته په خطاف کې وویل: چې د هیواد خواخوږو صرافانو او سوداګرو دجهادې مبارزې په اوږدوکې فعاله ونډه اخیستي او د اسلامي امارت مشران ستاسو ټولو صرافانو او ملی تاجرانو ورکړي قربانۍ نه هیروي.
اړوند موضوعات
ښاغلي والي وویل: ټول مسولین د سوداګرۍ پراختیا او ودې ته ژمن دي او د شهزاده سرای صرافانو او سوداګرو ته په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.






