د کابل والي د ترکیې هیواد له سفیر او یو شمېر نورو استازو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.

د کابل والي د ترکیې هیواد له سفیر او یو شمېر نورو استازو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.
16 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د ترکیه هیواد له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای او استازو سره د کابل ولایت مقام په دفتر کې وکتل.
خبر زیاتوي چې په دې کتنه کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د ترکیه او افغانستان په تاریخي اړیکو او افغانانو سره د ترکیه حکومت او خلکو د مرستو په تړاو څرګندونې وکړې او د همکاریو پراختیا هیله یې وکړه.
دغه راز کابل والي د ترکیې پانګوالو هڅونې سربېره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ترکیې هېواد همکارۍ د قدر وړ بللې او د افغان ـ ترک ښوونځیو په وسعت او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
په پای کې ښاغلي سفیر هیله څرګنده کړه چې دتیرې زلزلې له امله د زیانمن شویو ساحو بیا رغونه کې دنورې نړۍ په څیر د اسلامي امارت ملاتړ اړین دی.





