بهرنیو پانګوالو د پانګونې په موخه له کور او ښار جوړونې وزارت څخه د ځمکې غوښتنه کړی.

بهرنیو پانګوالو د پانګونې په موخه له کور او ښار جوړونې وزارت څخه د ځمکې غوښتنه کړی.
23 فبروری 2023
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني په خپل دفتر کې د ترکیې هېواد د پانګوالو له ډلې د (۷۷) ساختماني شرکت له استازو سره وکتل، او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
د ترکي پانګوالو له ډلې ښاغلي براق انسال چې د (۷۷) ساختماني شرکت مرستیال دی د کابل دهسبز سیمې د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په شمالي برخه کې په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې پانګونه کړې، چې اوسمهال د لا زیاتې پانګونې په موخه د اضافي ځمکې د ورکړې غوښتنه کوي.
په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني راغلو پانګوالو ته د امکان تر بریده د هغوی د ستونزو د حل خبره وکړه او زیاته یې کړه، چې دمګړۍ په سلګونه کورني (افغان) پانګوالو غوښتنه کړې چې د تولیدي فابریکو جوړولو په موخه دې ورته ځمکه ځانګړې شي.
نوموړي ویلي، په پام کې لري او هڅې یې روانې کړي، چې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په مناسبو شرایطو د پانګونې په موخه ځمکه ورکړي.
بهرني او کورني پانګوال چې غوښتنلیکونه یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارلي، هوډ لري افغانستان کې پانګونه وکړي او بېلا بېل د اړتیا وړ توکي تولید کړي.
اړوند موضوعات
بهرنيو پانګوالو افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
همدا راز خبرپاڼه زیاتوي چې ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکوي، چې د شته ستونزو په حل کې به یې کوټلي ګامونه پورته کړي او داسې مناسبه فضاء او زمینه به ورته برابره کړي، چې په افغانستان کې به له پانګونې خوند واخلي.





