بهرنيو پانګوالو افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

بهرنيو پانګوالو افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
31 اکتوبر 2022
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر بهرنیو پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښودله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې ګډونوالو پانګه والو د پانګونې د اندازې، ماشینونو د نصبولو لپاره د ځمکې مساحت، له یو ټن سکرو څخه د تولیدي برېښنا د اندازې او د نورو موضوعګانو په اړه معلومات ورکړل.
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: موږ له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو یو.
هغه زياته کړه، که اړتيا وي، يو يا څو افغان پانګوال به ورته معرفي کړي، تر څو په ګډه په دې پروژه کې داسې پانګونه وکړي، چې د دواړو لوریو په ګټه وي.
نورالدین عزیزي د ځمکې د وېش او نورو مسایلو په برخه کې د پانګوالو د پلانونو په تاییدولو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ډبرو سکرو د تولید ټولې فابریکې باید په یو ځای کې فعالیت ولري.
اړوند موضوعات
طالبانو لۀ سترو نړۍوالو شرکتونو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د امنیت تامین او د فساد د جرړو د له منځه وړلو له امله په هېواد کې په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړې توګه د انرژۍ په تولید کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.





