کندهار والي: ولسي مشران، مخور او متنفذین دي د نظام او خلګو ترمنځ اړیکي پیاوړی کړي.

کندهار والي: ولسي مشران، مخور او متنفذین دي د نظام او خلګو ترمنځ اړیکي پیاوړی کړي.
22 فبروري 2023
یادي څرګندونې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د سېشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د کندهار ښار او بېلابیلو ولسوالیو له ګڼ شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې، کومه غونډه چي د اسلامي امارت او ولسي مخورو مشرانو سره د همږغۍ تر عنوان لاندي جوړه شوې وه.
راغلیو ټولو ولسي مشرانو په نوبتي ډول او په بشپړه توګه کندهار والي ته ځانونه وروپېژندل او وروسته یې په خپلو خبرو کي د افغانستان اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ.
همدا راز یادو مشرانو ډېره خوښي وښودله، چي د اسلامي امارت په راتګ سره اوس په بشپړه توګه امنیت خوندي دئ او هم د دوی د سر، مال او عزت ساتنه سوې او هم یې د کندهار والي ددې اقدام ستاینه وکړه، چي د قومي مشرانو او مخورو سره دا ډول غونډي جوړوي او د ټولني د پرمختګ او ستونزو لیري کېدو په برخه کي ورڅخه مشورې اخلي.
اړوند موضوعات
د کندهار والي د افغانستان او چین سوداګرو ګډې اتحادیی غړو سره لیدلي
د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا ټولو ته ښه راغلاست ووایه او هم یې د دوی د نیکو مشورو او نظرونو شریکولو په موخه ځانګړې مننه وکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل؛ ډېر خوښ یم، چي نن له داسي خلګو سره غونډه کي ګډون کوم، چي دوی په ټولنه کي ځانګړی او مهم رول لري او اسلامي امارت همدا ستاسو د هڅو په برکت افغانستان کي بشپړ حاکم شو.






