د کندهار والي د افغانستان او چین سوداګرو ګډې اتحادیی غړو سره لیدلي

0
133

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د کندهاد والی محمد یوسف وفا د افغانستان او چین د سوداګرو د ګړې اتحادیی غړو سره ملاقات کړي او په افغانستان کښې ی د تجارتي هلې ځلې پیل کول او پانګونه کولو په اړه یو شمیر په ګټورو موضوع ګانو خبرې کړي دي.

د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د افغانستان او چین د ګډې اتحادیی مشر امیرلن سره په ملاقات کښې د کندهار والی محمد یوسف وفا د بهرنیو هیوادونو او د چین هیواد سوداګرو ته ډاډ ورکړو چې دوی دې ډاډه زړه په افغانستان کښې پانګونه وکړي.
په دې موقع امیر لن اوویل چې د افغانستان او چین هیواد ۵۰ زره سوداګرو یوه اتحادیه لري او هم دا وجه دی چې ددوی سفر مقصد هم دادې چې په افغانستان کښې وضعیت د نزدې نه اوګوري.
امیرلن زیاته کړه چې هم دا سوداګر به په راروان راتلونکي کښې په افغانستان کښې په ګڼو برخو کښې پانګونه وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د نیټو او امریکا د فوځونو د وتلو سره د چین هیواد نظر په افغانستان او په دې منطقه دې او غواړي چې د سي پیک په ذریعه افغانستان او بیا ټوله منځنې ایشیا سره وتړی چې د چین سوداګري توکي او صادرات دې هیوادونو نه ورسوي. د چین هیواد هم غواړي چې افغانستان په سي پیک کښې شامل کړي او هم دغه شان اسلامی امارت مشرانو هم بیان جاري کړې وو چې دوی غواړي په سي پیک کښې شامل شی او د افغانستان د ترقي لپاره کار وکړي.

Leave a reply