په فراه ولایت کښې د ښوونکو نه آزموینه واخستل شوه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د پوهنې ریاست په فراه ولایت کښې د ښوونکو نه آزموینه واخسته، په دې آزموینه کښې ۵۰۰ ښوونکو برخه درلوده.
د پوهنې ریاست د ودان موسسې سره په ګډه همغږۍ د سیمه ییزو ټولګیو لپارد ښوونکو آزموینې واخستې چې په مکتبونو کښې به زده کوونکو ته د تعلیم او تربیت ورکول وظیفه پیل کړي.
د باختر خبري آژانس رپورټ مطابق دې نه وړاندې هم د ودان موسسې له ۴۷۰ نارینه آزموینه اخستې وه او په هم دې ولایت کښې ی ۴۷۵ ښځینه ښوونکو څخه هم ازموینه اخیستې ده.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغلو نه څه وخت لپاره د جونو سکولونه تړل شوي وو او اسلامی امارت مشرانو اعلان کړې وو چې د ښځینه د زده کړو لپاره بیل بیل انتظامات روان دي او وس په دې لنډو ورځو کښې طالب مشرانو رسنیو ته دا خبر ورکړې دې چې په کندوز، هرات او یو شمیر نور ولایتونو کښې ښځینه زده کوونکو سکولونو پرانستل شوي دي او جونو خپلې زده کړې پیل کړي دي.
په فراه کې پوهنې ریاست د ودان موسسې سره په کډه همغږۍ د سیمه ییزو ټولګیو لپاره له ۵۰۰ ښوونکو ازموینه واخېسته، دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت نن په یوه بله ازموینه کې هم ودان موسسې له ۴۷۰ نارینه وو او ۴۷۵ ښځینه ښوونکو څخه ازموینه اخیستې ده. pic.twitter.com/mHWQMjr5C4
— BNA Pashto (@bnapashto) October 27, 2021






