هند ۷۴ کاله وړاندې په ناقانونه طریقه کشمیر قبضه کړي

0
186

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاند په ټویټر پانړه لیکلي چې ۲۷ اکتوبر هرکال په نړۍ کښې د یوې تورې ورځ په توګه نمانځل کیږي، په ۲۷ اکتوبر کال ۱۹۴۷ نن نه ۷۴ کاله آګاهو هند په جموکشمیر قبضه وکړه او خپل فوځونو یه کشمیر ته په ناقانونه توګه راداخل کړل.

د پاکستان وزارت خارجه ویاند په ټویټر پانړه لیکلی چې په اوویشتم ۲۷ اکتوبر د کشمیریانو له طرف نه د هند په ناقانونه توګه د ظلم او د جبرد ورځ په توګه نمانځل کیږي ، کشمیریان د ۷۴ کالو نه د هند فوځیانو په ضد د کشمیر د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره کوششونه کوي.
دا خبره د یادونې ده چې په ۱۴ اګست کال ۱۹۴۷ پاکستان جوړ شو نو د کشمیر مسلمانانو هم اوغوښتل چې دوی هم پاکستان سره شامیلیدل غواړي ځکه چې په جمو کشمیر کښې هم مسلمان په اکثریت کښې وو او غوښتل ی چې په پاکستان کښې شامل شو خو د هند حکومت په کشمیر کښې په ناقانونه توګه خپل فوځونه را ننویستل په زور ی کشمیر قبضه کړو،هند په ۲۷ اکتوبر کال ۱۹۴۷ خپلو فوځونه کشمیر ته داخل کړل او کشمیر ی قبضه کړو ، نن هم نړۍ دې دې سیمې ته مقبوضه کشمیر یعني قبضه شوې کشمیر وایی او د کشمیریانو مسلمانانو سره د هند فوځ زور او زیاتې نن جاري دې.

Leave a reply