افغان تجاران دې افغانستان کښې شتمني مصرف کړي: ملایعقوب

0
142

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د امارت اسلامی او طالبانو بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر ځوی او د موجود افغانستان عبوري حکومت وزیر دفاع ملا یعقوب په یو ویډیو کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې دې سوداګر شتمني مصرف کړي او دلته دې پانګونه وکړي.

افغان وزیر دفاعی وایی چې زه د افغان اولس خدمت ته ولاړ یم او ډاکټران دې هم راشي او ددې اولس خدمت دې وکړي، د افغانستان وزیر دفاع په سوداګرو او ډاکټرانو غږ وکړو چې دوی دې راشي او افغانستان کښې دې شفاخانې جوړې کړي او د افغان اولس علاج دې وکړي.
ملایعقوب زیاته کړه چې که چرې افغان سوداګر او ډاکټران په افغانستان کښې روغتونونو جوړ کړي نو په ډیر کم وخت کښې مونږ تیار شو چې ښه هسپتالونه ولرو او بل هیواد ته به د علاج لپاره لاړ نه شو. د ملې دفاع وزارت مسوول ویلي دي چې وس وخت راغلې چې افغانان سره یو موټې شي او د افغان اولس خدمت وکړي.
یاده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پاکستان وزارت خارجه هم د امریکا نه غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي، ددې هیواد نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړي چې ددې ملک اقتصادي ستونزې هواري شی.

……………………..

Leave a reply