اسلامی امارت مشرانو د کندهار سوداګرو ته د ستونزو هوارولو باور ورکړو

0
75

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ریس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره پرون د کندهار د سوداګرو یو پلاوي ملاقات وکړو، سپین بولدک او چمن پولې د بندیدو اوسوداګرو ته راپیښ یو شمیر ستونزو باندی ی خبرې وکړو.

د کندهار د سوداګرۍ د خونې سرپرست محمد یونس او د هغوی سره د هغه نور سوداګرو د اسلامی امارت مشر د افغان سوداګرو ستونزو نه خبر کړو او ورته ی په ډاګه کړه چې د سپین بولدک او چمن پولې د تړلو له وجهې ی د افغانستان صادرات په ټپه ولاړ دي او افغان سوداګر د ډیر مالي زیان سره مخ دي.
افغان سوداګرو د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ستونزې په اړه هم خبرې وکړې او ددې ستونزو د هوارولو غوښتنه ی وکړه ځکه دوی زیاته کړه چې د افغانستان سوداګر د مالي زیان سره مخ دي. سوداګرو اوویل چې ۲۲ ورځې وشوې چې د سپین بولدک او چمن پوله تړل شوې ده ، دواړه طرف ته په سلګونو د مالونو نه ډک ټرکونه ایسار پاتې دي او سوداګرو ته د پولې د تړلو په وجه کروړونه روپې زیان رسیږي ، دوی غوښته وکړه چې دا ستونزې دې هوارې شي.
وروستو بیا د اسلامی امارت مشر دې سوداګرو ته باور ورکړو چې د پاکستان چارواکو سره ددې ستونزو په هوارولو کار کوي او زر به د سوداګرو ستونزې هوارې شي او د سپین بولدل او چمن پوله به پرانستل شي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په پاک افغان پوله تورخم سفري بندیزونه لرې کړې شول او وس افغانان کولې شي چې په قانوني ویزا د پاکستان سفر وکړي. د بارډر سرچینو مطابق نن هم څه کم او زیات ۲۳۰۰ افغانان د تورخم د لارې پاکستان ته راداخل شول.
رسنیو سره خبرو کښې په تورخم پوله افغان سوداګر او عام افغان اولس د پاکستان دا فیصله په ښو ټکو کښې وستایله چې پاکستان حکومت په تورخم پوله سفري بندیزونه لرې کړل او وس افغانان د پاکستان په ویزا د تورخم په لار پاکستان ته راتلې شي.

Leave a reply