کابل کې د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي.

کابل کې د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي.
22 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په افغانستان کې د ترکیې جمهوريت سفیر جیهاد ارګینای اسلامي امارت د یاد وزارت له وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.
خبر زیاتوي چې د بهرنيو چارو وزير په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې له امله ښاغلي سفير سره يو ځل بيا د افغان حکومت او ولس ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د خپلو امکاناتو په محدوده کې يې د ترکيې ورور مسلمان ولس سره د مرستې ډاډ ورکړ.
ښاغلي سفير هم د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو د مينې، خواخوږۍ او ملاتړ مننه وکړه او زياته يې کړه چې تراوسه پورې په زلزله کې ۴۱ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا شمېره په لوړېدو ده چې ښايي دا زلزله د ترکيې په تاريخ کې بېساري شي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو UNHCR مرستیال او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
یاده لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو او يو لړ نورو سياسي، اقتصادي او د دواړو لوريو د لېوالتیا وړ مسايلو باندې هم مفصلې خبرې او د همکاريو په دوام تاکيد وشو.





