د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکستان د دفاع وزیر او مل پلاوي سره کتلي او پر مهمو مسایلو یې خبرې کړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکستان د دفاع وزیر او مل پلاوي سره کتلي او پر مهمو مسایلو یې خبرې کړي.
22 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند د پاکستان له دفاع وزیر سره چې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی، وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
نوموړي زیاته کړه، لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي. اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړه، تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
اړوند موضوعات
تیره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.
پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.






