تیره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

0
95

تیره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

27 جنوري 2023

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس او مل پلاوي سره په ارګ کې ولیدل.

 

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، واک ته د ا.ا.ا په رسېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړلو سربېره په ډېری پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي.

ملابرادر زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی.

 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ د امنیت د تأمین، عمومي عفوې، اداري فساد ختمولو، پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو.

 

نوموړي زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره امیدونه زیات شوي.

 

د مارټین ګریفیټس په خبره، نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده. اوسمهال د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېری ستونزې حل شوې دي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

 

ملا برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې تر څنګ وویل، ا.ه د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې چې نړیوالې ټولنې یې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه د پر ځان بسیا او آباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

Leave a reply